افغان فوټسال ملي لوبدله د فوټسال څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه مراکش ته روانه شوه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د فوټسال څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه، چې د مراکش هېواد په کوربتوب ترسره کېږي، نن(د وري پر ۱۹مه) د یاد هېواد پر لور روانه شوه.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان به له دغو سیالیو وروسته له کوربه هېواد سره د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه نېټه دوستانه سیالي هم وکړي.
د فوټسال دغه څلور اړخیزې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر نهمه د افغانستان، مراکش، پرتګال او چين هېوادونو په ګډون پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.
