افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۸:۴۲
افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

د افغان غېږ نیونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو او اسیایي سیاليو کې یو د طلا او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه وګټل.

له دغو سیالیو څخه د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړيوالو سیالیو کې محمد عمر عزیز په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د روسي، ازبکستاني، قرغزستاني او افغاني سیالانو په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله او د طلا مډال ګټونکی شو او جاوېد کریمي په ورته وزن کې خپلو ازبکستاني، ترکمنستاني او قرغزستاني سیالانو ته ماته ورکړه؛ خو د خپل افغان سیال محمد عمر عزیز پر وړاندې یې ماته وخوړه او د نقرې مډال یې وګاټه.

همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرلپسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربه‌توب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷ مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز امام بخاري ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارچینو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې شپنۍ سيالۍ، چې يوه اوونۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتيکا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مسواس سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

BACK TO NEWS