کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۲۹
کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز امام بخاري ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې د الچينو تيموري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو پايلوبه د الچينو تيموري او صمیمیت لوبډلو ترمنځ شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې الچينو تيموري لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS