اسیایي سیالۍ؛ سلطان حسین بایقرا (هندي او کویټي) سیالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته د برنزو مډال ترلاسه کړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۰:۲۶
اسیایي سیالۍ؛ سلطان حسین بایقرا (هندي او کویټي) سیالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته د برنزو مډال ترلاسه کړ

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند کورش فدراسیون کورش کار سلطان حسین بایقرا د چين هیواد په کوربتوب اسیایي سیالیو کې خپلو هندي او کویټي سیالانو ته ترماتې ورکولو وروسته د برنزو مډال ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ چې څه موده وړاندې د چین هیواد په کوربتوب په هانګژو ښار کې پیل شوې دي، تر دې دمه افغان ورزشکارانو څلور د برنزو مډالونه ترلاسه کړي، چې له جملې یې محسن رضایي په تکواندو، محمد خالد هوتک او محمد نصرت حبیبي په ووشو او همدرانګه څلورم مډال د کورش په برخه کې سلطان حسین بایقرا ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې سلطان حسین به راتلونکې لوبه له خپل ازبکي سیال سره د نقرې په مډال ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۸
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د اکټید موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS