ارزگان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۹:۵۶
ارزگان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د گولډن سټار او ارزگان کېنگ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ارزگان کېنگ لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۸۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل گولډن سټار لوبډلې ياد هدف په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې شاوخوا ۲۹ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۳۶
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې له درېیوو ولسوالیو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۳۳
Background image

کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۱۹
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نالاوي ځوانانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS