ارزگان؛ خاص ارزگان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۸:۳۵
ارزگان؛ خاص ارزگان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سپرسټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سپرسټار او اريانا افغان لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه اريانا افغان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سپرسټار لوبډلې ياد هدف په ۷م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۷ ويکټو په توپير وگټله.

دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه وشوې او ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه له مخې به د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د مکاو چین هېواد سیال ته ماته ورکړه

د ووشو افغان ورزشکار حمید اشرفي د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې د مکاو چین هېواد سیال ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووته.

همدارنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۵
Background image

په ووشو کې دویمه بریا

د ناګویا په المپیکي سیالیو کې حامد اشرفي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې د مکاو چین پیاوړي حریف ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.

له دې وړاندې محمد خالد هوتک یمني سیال مات ورکړې وه.. . .

BACK TO NEWS