ارزگان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالی کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ګراب الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې ګراب الف لوبډلې د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير خپلې سيالې استقلال الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۲ ورځې یې دوام وکړ.
