ارزګان کې د واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۰
ارزګان کې د واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې لوړګرم آب لوبډلې خپلې سيالې ج.هادي لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۷
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له اندونیزیا لوبډلې ماته ومنله

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له اندونیزیا لوبډلې څخه د ٤ - صفر ګولونو په توپیر ماته وخوړه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۱
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د غېږنيونې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS