ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مرکزي ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې مرکزي ب لوبډلې خپلې سيالې مرکزي الف لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل و، چې ۱۷ ورځې يې دوام وکړ.