کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۷:۱۷
کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کندز ټاکنیزې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د کندز ټاکنیزې او د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د کندز ټاکنیزې لوبډلې د ۳۱ پر ۲۲ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتمانزو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱
Background image

خوست کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د چغۍ کلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې چغۍ کلي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې؛ د صفار لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS