ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتمانزو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتمانزو لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې شیرګړ ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
