کونړ؛ په مرکز الزهور خصوصي لېسه کې د ۲۲ ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې وشوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کراټې فدراسیون له لوري په الزهور خصوصي لېسه کې، ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه د ۲۲ ورزشکارانو له لوري مختلفې ورزشي نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې د سالارزي کراټې کلب د ورزشکارانو له لوري ترسره شوې او ګڼو د ورزش مینوالو او زده کوونکو پکې ګډون کړی و.
