ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۲۵
ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کامې ګرداب او بټي کوټ مشواڼو لوبډلو ترمنځ ترمنځ ترسره شوه. بټي کوټ مشواڼو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۲ منډوهدف وټاکه. کامې ګرداب لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ په لېرې پرتو سیمو کې د ورزش د دود کولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ورزشي جمنازيوم کې د مرحوم حبیب الله عرب جام په نوم د wtf تکواندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

ننگرهار؛ ضياء کلب لوبډلې د امن جام ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سپين غر ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په چهل گزي جانباز لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د امن جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل. . .

BACK TO NEWS