بدخشان؛ ارګو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۲۱:۳
بدخشان؛ ارګو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د کشم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پایلوبه کې د کشم منتخبې لوبډلې خپلې سیالې استقلال شهر لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول و.

دسياليو په پای کې د بدخشان ورزشي امريت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS