کابل کې د لامبو وهنې سیالیو روزنیز کورس ترسره شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۶:۲۴
کابل کې د لامبو وهنې سیالیو روزنیز کورس ترسره شو

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهنې فدراسیون له لوري د مرکز ۵۰ روزونکو ته روزنیز کورس پیل شو.

د لامبو وهنې فدراسیون د مسؤولنو په خبره، په دغه یو ورځني کورس کې چې د لامبو وهنې فدراسیون رئیس حامد رحیمي له لوري ترسره شو، د لامبو وهنې لومړنیو مهارتونو، د لامبو وهنې ورزشي مدیریت، د غرقېدو د مخنیوي، د ورزشي طب او د لامبو وهنې څلورو سبکونو په اړه تدریس وشو.

یاد کورس په هېواد کې د لامبو وهنې د زده کړې د کیفیت او د روزونکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۷:۷
Background image

بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د طوفان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

ننگرهار کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۳
Background image

نیمروز ؛ چخانسور ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او روزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د ظهیرالدین مکتب شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS