هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۹
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ ورزشکاران د هلمند ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د هلمند ولایت ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزش کارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو ورزش کارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS