بلخ؛ مرکز مزار شريف ښارکې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۶:۰
بلخ؛ مرکز مزار شريف ښارکې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز مزار شريف ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د محمد بلخابي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د محمد بلخابي او دهدادي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې محمد بلخابي لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې په پایله کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته لس زره او دویم مقام ته پنځه زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۴:۵۹
Background image

ننگرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۷:۷
Background image

بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د طوفان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

ننگرهار کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS