هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۲۷
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د سوپر صفا شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د انصاري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سياليو پایلوبه د انصاري او سیلاب ذاهدي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې انصاري لوبډلې د ۵ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغو سیالیو درې اوونۍ دوام وکړ چې په پایله کې یې پرویز احمد غوره لوبغاړی، نوید احمد غوره ګول وهونکی او قسمت خان غوره ساتونکی ونومول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS