افغان فوټسال ملي لوبډلې په نړيوال جام له اوکراين څخه ماتې ومنله
افغان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال نړيوال جام سياليو په دوام خپله درېيمه لوبه کې له اوکراين لوبډلې نه د ۴ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ومنله او په ياد جام کې يې دويمه ماتې وخوړه.
د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوال جام د ازبيکستان هېواد په کوربتوب د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوی دی، چې افغانستان په C گروپ کې له ارجنټاین، اوکراين او د انگولا لوبډلو سره شتون لري او په ياد نړيوال جام کې خپله درېيمه لوبه کې له اوکراين څخه ته ماتې ومنله.
د يادونې وړ ده، چې افغان فوټسال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په دغه نړيوال جام کې په لوبېدو سره په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه او دويمه لوبه کې له ارجنټاين څخه هم ماتې منلې وه.
هېره دې نه وي د فوټسال دغه نړيوال جام، د سپټمبر په ۱۴ نېټه پيل شوی او د اکټوبر تر ۸ م نېټې پورې به دوام وکړي.
