کابل کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کابل ښار د کورش ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۰:۳۳
کابل کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کابل ښار د کورش ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ښار له ۹ کلبونو د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کابل ښار د کورش ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او اوو بېلا بېلو وزني کلاسونو کې پيل شوې، چې په پایله کې به له هر کلاس څلور کورشکاران، چې ټول ۲۸ کورشکاران کېږي د کابل ښار د کورش منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره کورشکارانو موندل دي، چې څو ورځې وروسته به د کورش ملي سیالیو کې هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS