کابل؛ چهار اسياب ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۰:۲۸
کابل؛ چهار اسياب ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت په چهار اسياب ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سيالۍ د چهار اسياب ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د چهار اسياب ستورو لوبډلې خپلې سیالې بګرامي فواد لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې مبين نيازی غوره لوبغاړی، عثمان افغان غوره ګول وهونکی او فواد سلېمان خېل غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته يو پسه او د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS