تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کورش څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې کې د شپږو لوبډلو ( ۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د کورش څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د غه سیالۍ د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۴ ورزشکاران د تخار ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د تخار ولایتي منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د تخار ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
