تخار؛ په ينگي قلعه ولسوالۍ کې د ۵۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ينگي قلعه ولسوالۍ کې د ۵۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د درقد، بهاالدين او ينگي قلعه ولسواليو پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو برياوې خپلې کړې.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه سيمه ييزې پهلواني لوبې ته وده ورکول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
