باميان کې د معارف رياست باسکټبال سيالۍ د مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۹:۲۴
باميان کې د معارف رياست باسکټبال سيالۍ د مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د معارف رياست باسکټبال سيالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې، د مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د مرکزي، حيدراباد، بابا خصوصي لېسو او د دشت سيد منځني ښوونځي لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې مرکزي لېسې لوبډلې خپلې سيالې بابا خصوصي لېسې لوبډلې ته د ۳۲ پر ۲۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د زده کوونکو ترمنځ د باسکټبال لوبې وده او پرمختگ وو، چې په پای کې غوره لوبډلو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS