د کابل ښار د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۵
د کابل ښار د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۵۱ کلبونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو يوويشتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۳۲ کيلو ګرام څخه تر ۸۵ کيلو ګرام بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو په پايله کې به له هرې عمري کټګوريو څخه ۲۴ ورزشکاران، چې ټول ۷۲ ورزشکاران کېږي د کابل ښار د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار د کونګ فو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

یاده دې وي، چې د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون مشاور دین محمد صافی، د یاد ریاست مسوولین او ورزشکاران راغلي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۷:۱۹
Background image

خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په قلندر اباد کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، د عتيق الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۷:۱۷
Background image

کونړ؛ اسعداباد ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په يارگل سيمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، د شمس لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS