خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳۳
خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال فدراسيون له لوري په‌نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځينې خېلو سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د عادل اوشاهين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه شاهين لوبډلې ترسره کړه او په‌ ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې عادل لوبډلې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په زيان پوره کړ او شپږو ويکټو يې بریا خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ نن پيل شوې او شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS