افغان تر شلو کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۴:۳۳
افغان تر شلو کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په لړ کې ترکمنستان ته ماته ورکړه

افغان تر شلو کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې ترکمنستان هیواد ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو په پنځمه درجه کې یې ځای خپل کړ.

یاده لوبه د یوـ یو ګول په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده؛ خو په پینالټیو کې د ۸/۷ ګولونو په توپیر افغانستان بریا خپله کړه.

له دې وړاندې افغانستان په خپل ګروپ کې تاجکستان او قرغیزستان ته لوبې بایللې وې.

نوموړې سیالۍ د قرغیزستان هیواد په جلال اباد ښار کې د جولای پر ۵ مه پیل شوې دي، چې سبا د جولای تر ۱۲ مې به دوام وکړي. د یادو سیالیو پایلوبې ته د ایران او قرغیزستان هیوادونو لوبډلې وتلې دي، چې ګټونکې لوبډله به د سیالیو اتله شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS