زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ ترسره شوه
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ورزشکارانو يووالي په موخه د جمناسټیک سيالۍ ترسره شوه.
دغه سیالۍ د همدرد او روزي محمد کلبوبو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د همدرد کلب په بريا پای ته ورسېده.