زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د چينو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې چينو لوبډلې سيالې هولان رباط لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته سپورټي وسايل ورکړل شول.