بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې او ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د نوي ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د تیږې اچونې او ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د نوي ځوانانو له کټګورۍ حمیدالله لومړی، عبدالله دویم او مسعود درېیم مقام ترلاسه کړ او د ځوانانو له کټګورۍ محمد عیسی لومړی، عبدالصبور دویم او محمد رفیع درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
