هرات کې له ۳۰ ورزشکارانو د رزمي ورزشونو فول کانټک سبک کې د کمربند تړلو ازموینه واخیستل شوه
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون په استازولۍ د یاد فدراسیون په مرکزي کلب کې له ۳۰ ورزشکارانو په فول کانټک سبک کې د کمربند تړلو ازموینه واخیستل شوه.
دغې ازموینې ته د هرات ولایت رزمي لوبو فدراسیون مسوولین راغلي وو، چې په پایله کې کامیابو ورزشکارانو له ژېړ رنګ څخه تر قهوي رنګ پورې د کمربند تړلو سندونه ترلاسه کړل.