هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د گرمسېر ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په کوچنۍ درويشان فوټبال حوزه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ د درویش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د درویش او سيلاب افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې درویش لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.
