ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۹:۱۵
ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د هېواد بيارغونې په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ملنگ لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ملنگ او عرفان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، عرفان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف کېښود، ملنگ لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS