ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د تندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونه په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ د تندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د تندر او پښتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه تندر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۰۰ منډې هدف کېښود. بل لوري ته پښتون لوبډلې د اتو لوبغاړو په زیان ۸۵ منډې جوړې کړې او په څلورو ویکټو یې ماتې وخوړه.
په پای کې اتلې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.
