پکتيکا؛ اتحاد لوبډلې د برمل ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۴
پکتيکا؛ اتحاد لوبډلې د برمل ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په لړ کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اتحاد لوبډلې سيالې مهاجرینو لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه لیرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول ښودل شوي و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS