ننګرهار کې د شینوارو غوره لیګ د ټېپ بال کرکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۲۱:۲۴
ننګرهار کې د شینوارو غوره لیګ د ټېپ بال کرکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ریاست په همغږي د شینوارو ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ختیځ ځوانانو او شېرګړ اتحاد لوبډلو ترمنځ تر سره شوه چې د ختیځ ځوانانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لس اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقیب کې د شېرګړ ځوانانو لوبډلې د اته ویکټو په زیان ۱۶۵ منډې وکړې او لوبه د ۱۴ منډو په توپیر د ختیځ ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ د ځوانانو د تشویق او له نظام څخه د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS