ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۱
ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د چک ولسوالۍ په گوډه ذولفقار کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د کولالانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کولالانو او ذولفقار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کولالانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف کېښود، ذولفقار لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۶۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی وو، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې لومړي، دويم، درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او چمتو شوې نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS