کابل؛ د افغانستان اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو نهمه او لسمه لوبه کې اټک انرژي او استقلال کابل لوبډلو بریاوې خپلې کړې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۱۰
کابل؛ د افغانستان اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو نهمه او لسمه لوبه کې اټک انرژي او استقلال کابل لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د افغانستان اتلانو فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو په لړ کې نهمه لوبه د اټک انرژي او سرخ پوشان خوافي او لسمه لوبه د استقلال کابل او موج ساحل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

اټک انرژي لوبډلې سرخ پوشان خوافي لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپیر او استقلال کابل لوبډلې موج ساحل لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان اتلانو فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پنځه ورځې مخکې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په مرسته د مرکز او ولایتونو د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې دي او ۳۳ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS