کندز؛ چهاردرې ولسوالی کې د ٨٠ تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د کورش فدراسیون او د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې آمریت له لوري د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په سه دوکانه سیمه کې د کندز ولایت له مرکز ،ګلتیپې ، او قلعه ذال ولسوالیو د ٨٠ تنو پهلوانانو تر منځ د غېږ نيونې ازادې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د چهاردرې ولسوالۍ خلکو ته یوه سالمه تفریح برابرول وو.