خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۵۱
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ انتخابي سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د حقیار کلب او اتفاق لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې حقيار کلب لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته ۸۲ منډو هدف کېښود، اتفاق لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او لوبه يې د ۸ ویکټو په توپير خپله کړه

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه، د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې شاوخوا يو مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS