کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۱:۱۰
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال ورزشي لوبغالي د پرانیستې په موخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ څخه د اینه امید لوبډلې ، د کندز ولایت ګلباد ولسوالۍ څخه موج های امو لوبډلې او د کندز امام صاحب ولسوالۍ څخه د جوانان شهرک باسوس او د ستاره ها لوبډلو ګډون کړی و.

په پایلوبه کې ستاره ها لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې جوانان شهرک باسوس لوبډلې ته د ۱۱/۶ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هېره دې نه وي، چې یاد د فوټسال لوبغالی د امام صاحب ولسوالۍ د درې تنو ځایی اوسېدونکو هریو سید جمال الدین فطرت ،غلام محمد ملکزاده او فقیرالله امین په مالي لګښت د ۵۰۰۰۰ زره ډالرو په ارزښت جوړ شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS