کندز؛ علي اباد ولسوالۍ په ۳ ورزشي لوبغالو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ پای ته ورسېد

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۹:۳۸
کندز؛ علي اباد ولسوالۍ په ۳ ورزشي لوبغالو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ پای ته ورسېد

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د کرکټ فدراسیون له خوا او د علي اباد ولسوالۍ د ورزشې کمېټې په همغږۍ په دې ولسوالۍ کې د غوره لوبغاړو او منتخبې لوبډلې د موندلو په پار په درېوو ورزشي لوبغالو کې د کرکټ یو ټورنمټ چې د روانې میاشتې پر ‍۱۲مه پیل شوی و؛ نن د زلمي افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

د دې سیالیو پایلوبه د زلمي افغان او سوپر افغان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې زلمي افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو اتو اورنو کې د ۱۳۵ منډو هدف کېښود، چې سوپر افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ونه توانېده چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.

د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړی نورالله بلوچ ونومول شو.

د یاد ټورنمنټ په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS