د کندز په مرکز کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۷:۱۱
د کندز په مرکز کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

دکندز ولایت د سپورت ریاست او د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د کندز ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د چاپندازانو په ګډون د تخار او دخشان ولایتونو د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د کندز ولایت دبدنی روزني او ورزش رییس قاری عزت الله سینان، د سمنګان، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو رئیسانو هم ګډون کړی ۇ.

د سیالیو وروستی پړاو د امان پهلوان له لوري د حاجي محمد عمر خان په اس وزه د حلالې تر دایرې ورساوله او د ۶۰۰ ډالرو ډالۍ یې تر لاسه کړه.

د سیالیو موخه د چاپندازانو ترمنځ همغږۍ رامنځ ته کول او د تجربو شریکول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۹
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شیر حیدر لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تاترې سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS