د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نېزه وهنې سیالي وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۱:۶
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نېزه وهنې سیالي وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سمیه‌ییزو او دودیزو لوبو د پراختیا په موخه د ۵۰ اس‌سپرو ترمنځ په پنځو لوبډلو کې د دې یادې ولسوالۍ په چهاردیوال ورزشي میدان کې وشوې.

په دغو سیالیو کې د ګیرو، ده یک او اندړو ولسوالیو اس سپرو په درېیو لوبډلو کې ګډون کړی و، چې د لوبې نندارې ته يې د نېزه وهنې فدراسیون استازولۍ پر مسؤلینو سربیره، ورزشکاران او د ورزش ګڼ نندارچیان هم راغلي و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

د یادو سیاليو په پای کې ګېرو ولسوالۍ لومړی، ده یک دویم او اندړو ولسوالۍ درېیم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS