د درې رشتو ۱۱ افغان ورزشکاران په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چین ته روان شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۵۱
د درې رشتو ۱۱ افغان ورزشکاران په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چین ته روان شول

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ، جوجيتسو او کراتې ۱۱ ورزشکارانو، هيئت او روزونکو د ياد رياست له رعمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق سره تر خدای پامانۍ وروسته د چين هيواد هانګژو ښار ته سفر وکړ.

د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق په اسيايي سياليو کې د افغان ورزشکارانو په ګډون خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: تمه لرو چې په دغو سياليو کې ښه وځلېږئ او د افغانستان لپاره وياړونه راوړئ. ده همداراز وويل: د لوبې ګټل او بايلل حتمي وي؛ خو تاسو هم له اوس څخه په دې موخه سفر پيل کړئ چې هيواد ته اتلولۍ راوړئ او ډکې منګولې راوګرځئ.

ښاغلي وثيق زیاته کړه: تاسو د افغانستان په استازولۍ ځئ او هر يو د افغانستان د يوه سفير حيثيت لرئ، نو غوښتنه لرو چې د افغانستان د اسلامي فرهنګ ښه استازولي وکړئ او ټولو ملي، فرهنګي او اسلامي شعايرو ته په اوليت قايل واوسئ. نوموړي همداراز وويل: د سياليو پر وخت نړيوال معيارونه په پام کې ونيسئ، قوي همغږي ولرئ او د مشرانو اطاعت وکړئ.

هېره دې نه وي چې په دغو سيالو کې تر دې دمه افغان ورزشکارانو په مختلفو برخو کې لاسته راوړنې لرلې دي او تمه ده چې ياد ورزشکاران به هم ښې لاسته راوړنې ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS