د تکواندو د ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۲:۴
د تکواندو د ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تکواندو ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سیالۍ چې د ځوانانو په عمري ډلبندۍ کې له ۲۴ ولایتونو د لسو وزنونو لرونکو ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د زمري په لومړۍ نېټه پیل شوې وې، د کابل لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.

ددې سیالیو موخه د هېواد د تکواندو د ځوانانو ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل وو.

د سیالیو په پایله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو ملي لوبډلې ته لاره ومونده او همدارنګه د کابل ولایت لوبډلې د ۳۸ امتیازونو په ګټلو سره لومړی مقام، هرات د ۱۱ امتیازونو په ګټلو سره دویم،تخار د ۱۰ امتیازونو په ګټلو سره درېیم، جوزجان له ۱۰ امتیازونو سره څلورم او بلخ ولایت د اتو امتیازونو په ګټلو سره پنځم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې استاد طغیان اسلام زی، استاد جواد میرزایي او استاد عبدالرحمن حضرتي د غوره لوبڅارانو، استاد قاسمي د غوره روزونکي او تمیم الرحمن د سیالیو د غوره ورزشکار په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS