خوست؛ په باک ولسوالۍ کې له مخدره توکو سره د مبارزې جام په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۸:۴۵
خوست؛ په باک ولسوالۍ کې له مخدره توکو سره د مبارزې جام په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې له مخدره توکو سره د مبارزې جام په نوم په باک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

دغه ټورنمنټ چې دوه میاشتې وړاندې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ په باک ولسوالۍ کې پیل شوی و، پایلوبې ته یې د "ترېزیو سیدالله او نور احمد اسمعیل خېلو" لوبډلو لاره ومونده، چې د " ۲ - ۰ " میدانونو په توپیر د اسمعیل خېلو په اتلولۍ او د ترېزیو لوبډلې په دویم مقام پای ته ورسېد.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې، چې د باک ولسوالۍ د کوټکیو سیمې د مارکېټ په میدان کې نیول شوي و، د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال ترڅنګ، د والیبال فدراسیون مشر زمري سیلاني، د باک او علیشیرو ولسوالیو ملکي او نظامي مسوولینو، قومي مشرانو ، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو پکې برخه اخیستې وه.

د مراسمو په دویمه برخه کې چې د ویناوو او ډالیو د وېشلو برخه وه د خوست ورزشي امر کډوال د سیمې له ځوانانو مننه وکړه، چې دومره لوی ټورنمنټ یې په ښه شان ترسره او په بریالیتوب سره یې پای ته ورساوه.

په پای کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۴
Background image

پکتيکا؛ مدد خېلو لوبډلې د کشيوال سټار فوټبال اتلانو جام سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملک لوبغالي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د کشيوال سټار فوټبال اتلانو جام سيالۍ د مدد خېلو لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۰
Background image

پکتيکا کې د ۴ ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د محمود ايوبي خصوصي ښوونځي د ادارې له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۴ ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیکا کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ وشوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ په ملت پارک کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې خان محمد. . .

BACK TO NEWS