پکتيکا کې د ۴ ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د محمود ايوبي خصوصي ښوونځي د ادارې له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۴ ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې د علي بابا، پابندي کلا، الج.ه.اد او محمود ايوبي ښوونځيو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې پابندي کلا عالي لېسې لوبډلې خپلې سیالې علي بابا عالي لېسې لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ په ښوونځيو کې د نويو استعدادونو موندلو او د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
