د خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ پر اتمه ورځ دادا او افضلي کلپونو بریاوې خپلې کړې
د خوست ولایت په لومړي پړاو رمضان لس اوریز کرکټ لیګ کې نن ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه دادا کرکټ کلپ او دوهمه لوبه افضلي کلپ وګټله.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د دادا او خوست لاینز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه؛ دادا کلپ د DL میتود پر اساس په اتو منډو بریا خپل کړه.
یوسف علیزی د سیالۍ غوره لوبغاړی او فدا وزیر بیا د لوبې زړه راښکونکي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د دې سیالیو په دوهمه لوبه کې بیا افضلي کرکټ کلپ په یوه منډه کېنګ سټارز ته ماتې ورکړه.
خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ چې د امین سیاحتي او توریستي شرکت په مالي ملاتړ جوړ شوی؛ ټولټال شپاړلس کلپونه پکې ګډون لري او نېږدې اوولس ورځې به دوام وکړي.
