د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ
د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان مرکز ریاض ښار ولاړ.
د هېواد د موی تای ملي لوبډلې ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو په شپږم پړاو سياليو کې، چې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شوې د اندونیزیا، ترکي او سعودي عربستان سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
په همدې موخه ياد ورزشکار د خدای پامانۍ په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق او د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ سره وليدل.
په دغه ليدنه کې د ورزش ادارې رهبري د ښه سفر غوښتونکی او خير دعا وکړه.
